د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۱۰:۲۰
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د رستاق آباد،  فیض آباد،  نازکمیر سرفراز او آریانا ښارګوټو د سندونو تطبیق په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د یادو ښارګوټو د سندونو بررسۍ له پاره کاري ګروپونه تعیین او تنظیم شول او یاد ګروپونه ساحو ته واستول شول.

په همدې توګه دغې ناسته کې په کندز ولایت کې د ښارګوټو د پاتو څېړنو بشپړولو او تصمیم نیولو په موخه مرکزي کمېسیون ته د هغو د دوسیو چمتو کولو په اړه، لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS