د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۳:۵۸
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یو شمېر دوسیې په کې بررسي شوې.

په دغې ناسته کې، یاد هیئت د قلعه ذال ولسوالۍ په چهارچوب کلي کې د ۵۰۰ جریبه ځمکې د مستاجر د فعالیت د تدوام او نه تداوم په اړه چې د یادې ساحې د اوسیدونکو لخوا يې ممانعت صورت مومي او له اجارې شوې ځمکې څخه د مستاجر د نه ګټې پورته کولو سبب شوي، بحث او خبرې وکړې.

تخنیکي هیئت له غونډې څخه وروسته د کندز ولایت له نوي امنیه قوماندان سره هم وکتل او له نوموړي سره يې، له دغه هیئت سره د یادې ادارې د همکارۍ او د لازیاتو همغږیو په اړه خبرې وکړې

امنیه قوماندان هم له تخنیکي هیئت سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS