د کندز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د کندز د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادیالآخرة د مياشتې په ۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدليې رئیس، قاري فراح الدين محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د کندز د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د اجرا، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د عدلیې رئیس په یاد ولایت کې د دارالوکالو، عريضه ليکونکو، معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو څخه پر نظارت کولو ټینګار وکړ او مسؤولینو ته یې دنده وسپارله چې هره اوونۍ له دغو برخو څخه نظارت ترسره کړي.
دغه راز نوموړي د عدلیې ریاست، نورو څانګو ته لارښوونه وکړه چې خپل کاري اجراآت په ټاکل شوي وخت ترسره کړي.
