د کندز ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو.

د بدخشان ولایت د عدليې پخواني رئيس امین الله صالح چې د کندز ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی د یولړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د مقام مرستیالې او سرپرست مېرمن نصیبې هولکر له خوا د عدليې ریاست کارکوونکو ته وپېژندل شو.
د ښاغلي صالح د پېژندنې په مراسمو کې چې د یکشنبې ورځې د غبرګولي په ۲۳ مه جوړ شو د کندز ولایت یو شمېر چارواکو هم شتون درلود.
د کندز ولایت د مقام سرپرست د دغه ولایت د عدليې رئیس د پېژندنې پرمهال هغه ته د نوې منصب د مبارکۍ ترڅنګ تغيير او بدلون د نظام یو اصل وګاڼه او له هغه څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت خلکو ته د عدالت د پلي کولو او د اغېزمنو او ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هڅه وکړي.

د کندز ولایت د عدليې رئیس هم د عدليې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې هڅه کوي ترڅو خلکو ته ښې عدلي او قضايي خدمتونه وړاندې کړي.
هغه همداراز ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې د اړوندو ادارو په همغږۍ سره د محکمو د قطعي او وروستني حکمونو د پلي کولو او د عدالت د تامین په برخه کې به هڅه وکړي.