د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۱۱:۹
.

د کندز ولایت د کرنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د لارښوونې پر اساس د شیرخان بندر په چهل کپه ساحې کې او د دغه ولایت د امام صاحب د ولسوالۍ د چموس کول ځنګل په ساحه کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وکړ.

یادې شوې ځمکې امارتي دي او یو د شمېر اشخاصو لخوا په خپل سر او غیرقانوني ډول تصرف شوې وې او هغوی پر دغو ځمکو د استوګنې د کورونو د جوړولو هوډ درلود.

یادې ساحې له غاصبو اشخاصو څخه راوګرځول شوې او دیوالونه یې ویجاړ او عاملین یې عدليې او قضايي ادارو ته معرفي شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS