د کرایې په معاملاتو کې د معاملاتو لارښوونې کمیشن «د معاملې د دواړو لورو لخوا د یوې میاشتې نیمایې کرایه» تعیین شوی دی

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۱۴
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو د حق العمل (کمیشن) په برخه کې د ستونزو په پام کې نیولو سره، په دې وروستیو کې د پېر او پلور، بیع وفا (بیع جایزي) او کرایي معاملو لپاره د یادو دفترونو کمیشن ته بیاکتنه کړې او په نوي ډول یې ټاکلی دی ترڅو د اضافي پیسو اخیستنې مخه ونیول شي.

په همدې اساس د کرایې په معاملاتو کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو حق العمل (کمیشن)، د یوې میاشتې د کرایې نیمه برخه ټاکل شوې چې په بالمناصفه ډول د معاملې د دواړو لورو (کرایه ورکوونکي او کرایه اخیستونکي) لخوا ورکول کېږي؛ یعنې د معاملاتو لارښوونې د جایداد له مالک څخه د ۷ نیمې ورځې کرایه او له کرایه اخیستونکې څخه د ۷ نیمې ورځې کرایه د کمیشن په عنوان اخلي.

د پېر او پلور او بیع وفا (بیع جایزي) په معاملو کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو کمیشن د ټول قیمت ۱.۵ سلنه ټاکل شوی چې په بالمناصفه ډول له دواړو خواوو څخه اخیستل کیږي. همدارنګه، پلورونکی مکلف دی چې اړوندې مالیاتي حوزې ته ۱ سلنه مالیه ورکړي.

د معاملاتو لارښوونې دفترونه په هیڅ صورت حق نه لري چې له ټاکل شوي سلنې څخه زیات کمیشن واخلي او یا د شیرینۍ او نورو عنوانونو په نامه د معاملې له دواړو لورو پیسې ترلاسه کړي او د سرغړونې په صورت کې، د عدلیې وزارت د سرغړونکي معاملاتو لارښوونې د فعالیت جواز قید او دفتر یې مهرلاک کوي. هېوادوال کولای شي له داسې سرغړونو سره د مخ کېدو په صورت کې د معاملاتو لارښوونې د سرغړونکي دفتر نوم او د جواز نمبر د عدلیې وزارت ته راپور کړي.

پلورونکی او اخیستونکی مکلف دي چې د تذکرې او سندونو له مخې یو بل وپېژني او له یو بل څخه د اعتبار وړ تضمین لیک ترلاسه کړي. د معاملاتو لارښوونې د جواز لرونکی هم مکلف دی چې د معاملې پر مهال د پلورونکي مخکیني سندونه بررسي کړي او په هغه صورت کې چې د ملکیت مالک حضور ونه لري، پلورونکی باید له ځان سره شرعي وکالت لیک ولري.

د معاملې هر سند په یو سریال نمبر سره څلور نقلونه لري چې د جایداد مالک، اخیستونکي، مالياتې حوزې ته او یو نقل یې د معاملاتو لارښوونې د ثبت په کتاب کې له درج کېدو وروسته، د عدلیې وزارت د انسجام ادارې ته تسلیم کېږي. د معاملې دواړه خواوې کولای شي د معاملو له صحت څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د خپلې معاملې سند په مرکز کې د عدلیې وزارت او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ساحوي پاسپورټ د فورمې ډکولو پرته د معاملاتو لارښوونې د دفترونو له لارې هر ډول معامله د اعتبار وړ نه ده او د معاملاتو لارښوونې له سرغړونکي دفترونو سره قانوني چلند ترسره کېږي.