د کاپیسا ولایت له یو شمېر عریضه لیکوونکو څخه د آزمینې اخیستل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۱۲:۵۱
.

د کاپیسا ولایت عدلیې ریاست د یاد ولایت له یو شمېر عریضه لیکوونکو څخه، هغوی ته د جواز وېشلو په منظور آزموینه واخیستله.

په دغې آزموینه کې چې د ذوالحجې د میاشتې په ۲۳ نېټه د سه شنبې په ورځ جوړه شوه، د عدليې رئیس او د یاد ولایت د استیناف محکمې او د ولایت د مقام استازو حضور درلود او یاده آزموینه په بشپړې روڼتیا سره واخیستل شوه.

د کاپیسا ولایت د عدليې رئیس قاري شکرالله احمد په دغې برنامه کې د روان نظام له قواعدو او مقرراتو څخه د مکلفیت او مطابعت پر اصل ټینګار وکړ او پورته مواردو ته پابندي د عریضه لیکوونکو له بنسټیزو دندو څخه وبلله. نوموړي وویل چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند صورت ومومي.

په دغې آزموینه کې د ګډونکوونکو له مجموعې څخه د هغوی ۱۵ تنه بریالي شول چې د جواز ترلاسه کولو له پاره به اړوندې مرجع ته وروپېژندل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS