د کاپیسا ولایت د عدليې ریاست د اداري ناستې جوړیدل
د کاپیسا ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د شوال میاشت په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
دغه ناسته د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د عدلیې رئیس په آجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د کار د پرمختګ، د ترلاسه شویو دوسیو، له قانون سره سم ښه اجراآت او د چارو پر چټکتیا لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
په دغې ناسته کې، شته ستونزې او ننګونې هم بیان شوې او د هغو د هوارولو په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.
