د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۹:۴۸
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په منظور د یوې سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح لپاره، د اړتیا وړ او ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام، کار اهل د کار ته د سپارلو په موخه د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت خپل (دریم رتبه) د پښتو، عربي او انګلیسي ژباړونکي پنځه بستونه د لسو کاري ورځو له پاره له ۱۴۰۲/۱۰/۹ نېټې د ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ هـ.ل نېټۍ چې د ۱۴۴۵/۶/۱۶  تر ۱۴۴۵/۶/۲۶هـ . ق له نېټې سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوو بستونو د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته په ټاکل شوي وخت د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies