د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۰:۵۹
.

Publish Date

Closing Date

له پاکستان هیواد څخه راستانه شوو افغان مهاجرینو لپاره د کاري فرصت په موخه (۵۱) بستونو اعلانول

د عدلیې وزارت رهبري تصمیم لري، چې له پاکستان هیواد څخه راستانه شوو افغان مهاجرینو سره د خواخوږۍ او د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو، د یوې سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح، کار اهل کار ته سپارلو او د اسلامي امارت د عدليې وزارت د اړتیا وړ ژمنو انساني ځواک د جذب او استخدام او د کاري فرصت رامنځته کولو په موخه خپل (۵۱) دریم، څلورم، پنځم او شپږم رتبه مسلکي، تخصصي او اداري بستونه له ۱۴۰۲/۹/۶نېټې څخه تر ۱۴۰۲/۹/۱۷نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته وړاندې کوي.

بستونه: (۶،۵،۴،۳)

وزارت یا اداره: عدلیه

د پست موقعیت: کابل

شمیر: (۵۱) تنه

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوو بستونو د غوښتنلیک فورمه  له دغه ځای او یا په حضوري ډول د عدلیې وزارت د بشري سرچینو له ریاست څخه ترلاسه کړي او د فورمې له ډکولو څخه وروسته د اړتیا وړ سندونو سره یوځای په ټاکل شوي وخت د ګمارنې آمریت ته وسپاري.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies