د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۹:۲۵
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره بڼوال (اووم رتبه) یو بست د (۱۵)کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۳/۱۱ تر ۱۴۰۲/۳/۲۸هـ . ل چې  ۱۴۴۴/۱۱/۱۲الی ۱۴۴۴/۱۱/۲۹هـ . ق  سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: بڼوال

بست: (۷)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د بست شمېر: (۱) بست

د دندې موخه: د وزارت د ساحو له زرغونتیا او سمسورتیا ساتل.

د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:

  • تخصصي دندې:
  1. په دوامداره توګه د وزارت د ودانۍ اړوند ګلونو او بوټو ساتنه او د اوبو لګول؛
  2. د ګلونو له ساحو څخه د هرزه بوټو لري کول او پاک کاري
  3. د اړتیا وړ زینتي بوټي او ګلانو بیا کرل؛
  4. د کال له فصلونو سره سم د ګلانو او شنو ساحو پیاړتیا له پاره د څارویو او کیمیاوي سرو غوښتل
  5. د بیا ښایست له پاره د ګلانو او بوټو د وچو شویو او اضافه ښاخونو پرېکول
  6. د زرغونتیا او سمسورتیا اړوند چارې ترسره کول
  7. د اړوندې څانګې له تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو څخه ساتنه
  • مدیریتي دندې:

۸.نه لري

  • د همغږۍ دندې:

۹.د سپارل شویو چارو د ښه اجراآتو له پاره له اړوندو څانګو، مدیرانو او همکارانو سره همغږي.

۱۰.له قوانینو، مقرراتو او د وزارت موخو سره سم د اړوندو آمرینو د لارښوونې پر اسا د نورو دندو ترلاسه کول

داستخدام شرایط (د تحصیل کچه  او کاري تجربه):

دغه دندو لایحه د ملکي خدماتي کارکوونکو د قانون د ۷ او ۸ موادو لږ تر لږه شرایط او معیارونه په پام کې نیولو سره په لاندې توګه ترتیب شوې ده:

  1. تحصیلي څانګه: له فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند یاد مهارت او تجربې درلودل؛
  2. له فن او حرفې سره سم د دندو ترسره کولو وړتیا درلودل.
  3. (دري او  پښتو) پر یوې ژبه تسلط درلودل.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies