د کار موندنې خبرتیا

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۷ - ۱۱:۳۱
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو اهدافو د تحقق او د سالمې ادارې د اصلاح  رامنځته کولو په موخه، کار اهل کار ته د سپارلو ژمن دی، د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د اړتیا وړ او با استعداده افرادو جلب او جذب په موخه یو بست د درېیمې  رتبې (مالي، اداري او د منجمنټ ښوونکی) د (15) کاري ورځو لپاره د 15/9/1443 څخه تر 30/9/1443 پورې اعلانوي.

د کار شرایط:

1- په اقتصاد، اداره او منجمنټ او په ادارِې مالي او حسابي مدیریت برخو کې لیسانس درلودل، د لوړو زدکړو لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

2- لږ تر لږه یوه کلنه ښونېزه تجربه په مدیریت، اداره، مالي او حسابي برخو کې درلودل.

3- په پښتو او دري ژبو بشپړه واکمنتیا درلودل، له پښتو ژبې څخه دري ژبې ته، او له دری ژبې څخه پښتو ژبې ته د ژباړې وړتیا درلودل.

په شرایطو برابر نوماندان کولای شي چې په ټاکلې موده کې خپل غوښتنلیکونه او نور اسناد د وزارت د بشري سرچینو ریاست د ګمارلو آمریت ته وسپاري.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies