د کار موندنې خبرتیا

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۸ - ۱۴:۵۶

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو اهدافو د تحقق او د سالمې ادارې د اصلاح  رامنځته کولو په موخه، کار اهل کار ته د سپارلو ژمن دی، د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د اړتیا وړ او با استعداده افرادو جلب او جذب په موخه څلور بستونه د اوومې  رتبې ( نلدوان، برقي، نجار او رنګمال ) د (۷) کاري ورځو لپاره د ۲۵/۵/۱۴۴۳ څخه تر ۳/۶/۱۴۴۳ پورې اعلانوي.

د کار شرایط:

۱. د افغانستان تابعیت درلودل.

۲. د اتلس کلنۍ عمر بشپړول.

۳. د تخنیکي یا حرفوي زده کړو له مرکزونو څخه یې د فراغت سند ترلاسه کړی وي او یا په یاده برخه کې بشپړ مهارت او کاري تجربه ولري.

۴. د دندې د ترسره کولو وړتیا ولري.

په شرایطو برابر نوماندان کولای شي چې په ټاکلې موده کې خپل غوښتنلیکونه او نور اسناد د وزارت د بشري سرچینو ریاست د ګمارلو آمریت ته وسپاري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS