د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۸
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د مالي او اداري چارو د خدماتو آمریت اړوند یو بست فلزکار قراردادي (بالمقطع) د ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ نېټې څخه د ۱۴۰۵/۱/۷ هـ.ش نېټې پورې چې د ۱۴۴۷/۹/۲۷ نېټې څخه د ۱۴۴۷/۱۰/۸ هـ.ق نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره د آزاد رقابت پروسې له لارې اعلان ته سپاري.

تخصصي دندې:

  • . له پرې کولو یا جوړولو څخه مخکې د فلزاتو دقیق اندازه اخیستل او نښه کول؛
  • . د دروازو، کړکیو او نورو فلزي جوړښتونو جوړول؛
  • . د خرابو شویو فلزي وسایلو ترتیب او ترمیم؛
  • . د نقشې یا طرحې مطابق د فلزاتو هوارول، تاوول او شکل ورکول؛
  • . له جوړیدو وروسته د فلزاتو رنګول او یا هم رنګ کولو لپاره چمتو کول؛
  • . د کاري ابزارو او سایلو ساتنه او مراقبت.

د استخدام شرایط:

 د افغانستان تابعیت ولري؛

 عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نه وي.

کاري تجربه:

 د دندې اړوند لږ تر لږه درې کاله کاري تجربه.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره او د کاري تجربې سندونه) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies