د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د مالي او اداري چارو د خدماتو آمریت اړوند شپږ قراردادي (بالمقطع) تخنیکي، فني او حرفوي بستونه د ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ نېټې څخه د ۱۴۰۵/۱/۵ هـ.ش نېټې پورې چې د ۱۴۴۷/۹/۲۳ نېټې څخه د ۱۴۴۷/۱۰/۶ هـ.ق نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره د آزاد رقابت پروسې له لارې اعلان ته سپاري.


په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.