د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۹
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست اړوند (د ترکي سندونو د راټولولو او دیتابېس غړی) د پنځمې رتبې یو بست له ۱۴۰۴/۴/۴ څخه تر ۱۴۰۴/۴/۱۵ هـ.ش نېټې پورې د ۱۴۴۶/۱۲/۲۸ تر ۱۴۴۷/۱/۱۰ هـ.ق نېټې مطابق د (۱۰)کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د ترکي سندونو د راټولولو او دیتابېس غړی

بست: (۵)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۱

د دندې موخه: د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او اړوندو تقنیني سندونو په مطابقت د ژباړل شویو سندونو چک، بررسي او دیتابېس.

د استخدام  شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نه‌وي.

مهارت های لازم :

  • په یوې ملي دري یا پښتو او (ترکي) ژبه تسلط
  • د اړوندې دندې په تړاو په کمپیوټري برنامو کې مهارت

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له ( دغه ځایاو یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies