د کارموندنې خبرتیا!

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۰
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره جنراتور کار (اووم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ تر ۱۴۰۲/۱۱/۴هـ . ل چې۱۴۴۵/۷الی۱۴۴۵/۷/۱۲هـ . ق  سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: جنراتور کار

بست: (۷)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د دندې موخه: د وزارت ودانۍ د برق د تامین په غرض د جنراتو اړوند چارې پر مخ وړل.

د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:

  • تخصصي دندې:
  1. هر سهار د وخت په پیل کې د جنراتور له فعالولو څخه وړاندې د مبلایل، تېلو، آب او بطرۍ څخه ډاډ ترلاسه کولو او له هغو څخه معقوله ګټه اخیستل؛
  2. د جنراتور حفظ، ساتل او په سالم ډول له جنراتور څخه د غوره خدمتونو وړاندې کولو په غرض ادارو ته د برق ویشلو په وخت؛
  3. د اړتیا پر وخت د مقاماتو د لارښوونې پر اساس د جنراتور لګول او په وخت یې بندول؛
  4. د کار په ځای او وخت کې فعال حضور؛
  • مدیریتي دندې:
  1. د اړوندې څانګې تخنیکي تجهیزاتو او سایلو څخه ساتنه؛
  2. د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، د اړوندو فعالیتونو څخه شفاهي راپور وړاندې کول؛
  3. د اړوندو آمرینو د لارښوونو، قوانینو او مقررو او د وزارت له  موخو سره سم د نورو دندو ترسره کول
  • د همغږۍ دندې:
  1. د سپارل شویو چارو د ښه اجراآتو له پاره له اړوندو آمر سره همغږي.

داستخدام شرایط (د تحصیل کچه  او کاري تجربه):

دغه دندو لایحه د ملکي خدماتي کارکوونکو د قانون د ۷ او ۸ موادو لږ تر لږه شرایط او معیارونه په پام کې نیولو سره په لاندې توګه ترتیب شوې ده:

  1. تحصیلي څانګه: له فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند یاد مهارت او تجربې درلودل؛
  2. له فن او حرفې سره سم د دندو ترسره کولو وړتیا درلودل.
  3. (دري او  پښتو) پر یوې ژبه تسلط درلودل.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له (دغه ځای) او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies