د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۰:۱۹
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د رجب المرجب د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۶ دارالوکالې د نظارتي پلاوي له‌خوا بررسي شوې.
نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته  لازمې توصيې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه یې په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS