د کابل په ختیځ کې د ځاځي ښارګوټي د څه باندې ۱۶۸جریبه امارتي ځمکې استرداد

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۲:۲۵
.

د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې، د کابل ښار په دوه ویشتمه ناحیه کې د حبیب الله ځاځي پارک او ښارګوټې د څه باندې ۹۴۰ جریبه ځمکې پرسر د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره، د هغو ۵۲۲ جریبه ځمکه د سندونو او قبالو له مخې شخصي او پاتي یې امارتي وبلله.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره موضوع  د شرعي او قانوني پرېکړې په موخه اختصاصي محکمې ته استولې وه چې یادې محکمې د موجودو سندونو، قبالو، دلایلو او شواهدو په بررسۍ سره، د دغې ځمکې ۵۲۲ جریبه شخصي او پاتې یې امارتي وبلله.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس، په یاده ساحه کې څه باندې ۱۶۸ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور را منځته شوی دی. یاد کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبانو او زورواکو او له غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

یاد کمېسیون خپل تر څنګ څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت لري چې دغو موخو ته رسیدو لپاره کار کوي.