د کابل ولایت له تخنیکي هیئت سره د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د رئیس کتنه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵

د عدلیې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو  د استرداد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال میاشت په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت له رئیس او غړو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې چې د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، په کابل ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب یو شمېر دوسیو ته د رسیدګۍ، د ستونزو هوارولو او د چارو د چټکتیا په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دغې ناسته کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس د کابل ولایت تخنیکي هیئت ته لارښوونه وکړه چې د خپلو کارونو په ترسره کولو کې له اخلاص او رښتینولۍ څخه کار واخلي او د دوسیو د رسیدګۍ چارې چټکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS