د کابل ولایت د غصب شوو ځمکو د بررسۍ کار د ملاتره خیل له ښارګوټي څخه پیلېږي

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۲:۳۲

د کابل، ننګرهار او زابل ولایتونو د ځمکي د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو چې اوس يې پر فعالیت پیل  کړی په دوو تېرو ورځو کې يې خپل غونډې او عملي کارونه پیل کړي.

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د سه شنبې په ورځ ددغه ولایت د مقام په تالار کې د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

.

په دغې ناسته کې له هر اړخیز بحث څخه وروسته، کاري پلان ترتیب شو او تخنیکي ټیم له مسلکي غړو څخه وټاکل شو ترڅو د هغوی د نظر لاندې د غصب شوو ځمکو کمیت او کیفیت څرګند شي. دغه راز د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت له پاره یو جدول تیار شو ترڅو په ډاګه شي چې د کابل ولایت په ښارونو او ولسوالیو کې څومره ځمکه غصب شوې ده.

1

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د کابل ولایت د غصب شوو ځمکو بررسي د ملاتره خیل له ښارګوټي څخه پیل شي.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت غونډه ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې غونډه کې د جلال اباد زوړ ښار په سیمو کې د غصب شوو ځمکو، د کوټ ولسوالۍ او هسکې میني ترمنځ د غصب شوو ځمکو، درونټه کې د بريښنا شرکت د غصب شوي ملکیتونو د بررسۍ او راستنولو له پاره بېلابیل هیئتونه وټاکل شول.

1

دغه راز ددغه ښار په اوومې ناحیې کې د غصب شوو ځمکو په اړه ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکې ناسته کې بشپړ معلومات راټول او وړاندې کړي او د ننګرهار د نفت او ګازو امریت څخه ددغې ادارې د غصب شوو ځمکو په اړه سندونه وغوښتل شول.

..

دغه راز ددغه ولایت د حج او اوقافو رییس ته دنده وسپارل شوه چې ددغې اوونۍ د جمعې لمانځه له پاره علماوو ته د عامه شتمنیو د غصب د مخنیوي په اړه موضوعات وټاکي ترڅو په دغې برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکړي. د کادستر مسوول ته هم لارښوونه وشوه چې د امارتي ځمکو شمېر دې راټول او هیئت ته یې وړاندې کړي ترڅو له هغو سره سم اجراات ترسره شي.

د زابل ولایت د ځمکي د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه ولایت د حج او اوقافو په ریاست کې جوړه شوه.

دغه ناسته د کرنې ریاست له لوري د حج او اوقافو ریاست ته د هدیرې له پاره د ۶۰ جریبه ځمکې د سپارلو په موخه جوړه شوې وه. په دغې ناسته کې، هیئت د یادې ځمکې حدود مشخص کړل ترڅو له شخصي استفادو څخه يې مخینوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS