د ښارګوټو او د معاملو د لارښوونې د دفترونو د سندونو د سپارلو موده د یوې بلې اونۍ لپاره تمدید شوه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۳ - ۲۱:۷
.

عدلیې وزارت د ښارګوټو، د معاملو د لارښوونې او موټرو پلورنځیو د اړتیا وړ سندونو د سپارلو موده دې وزارت ته د بررسي لپاره د یوې بلې اونۍ لپاره تمدید کړه.   

نن یکشنبه د لړم په ۲۳ نېټه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د عدلیې وزارت ویاند مفتی محمد بشار، له دې موضوع خبر ورکړ او د ښارګوټو، د معاملو د لارښوونو د دفترونو او موټرو پلورنځیو له خاوندانو څخه وغوښتل چې د عدلیې وزارت په ګډون اړوندو ادارو ته غوښتل شوي سندونه ژر تر ژره وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه چې اړوندو ادارو ته د ښارګوټو د سندونو له سپارل کېدو وروسته  وڅېړي څو د ښار جوړوني وزارت له پلان سره سم وي او په هغه صورت چې له خپل حق څخه یې تجاوز کړی وي، د هغوی جواز لغو کېږي.

په دغه ناسته کې، د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو رئیس مولوي محمد نور غاور هم وویل چې د لومړنیو بررسیو  پر بنسټ تر اوسه پورې له ۱۰ څخه تر ۱۵ لوی ښارګوټي تثبیت شوي دي چې غیر قانون جوړ شوي او یا ځمکه یې غصب شوي دي.

همدا شان د عدلیې وزارت د معاملو د لارښوونې د چارو رئیس مولوي احسان الله وثیق، وویل چې په کابل ښار کې نږدې ۲۵۰۰ رهنمایي معاملات ثبت شوي او په قانوني ډول فعالیت کوي او نږدې ۶۰۰ رهنمایي معاملات په کابل کې یا یې خپل جواز نه دی تمدید کړی او یا هم بې له جوازه فعالیت لري. د هغه په وینا، د دغو د معاملو د لارښوونو د دفترونو فعالیت غیر قانوني دی.

هغه د معاملو د لارښوونو د قانون په هکله هم وویل چې په اوسني وخت کې شته پخوانی قانون چې د شریعت او د هېواد د ملي ګټو او مصالحو خلاف نه وي، نافذ دی او د هغه پر بنسټ کارونه پر مخ ځي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۷۴ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د نهر‌شاهي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۶مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۱. . .

BACK TO NEWS