د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په سرپل ولایت کې نږدې ۴ میلیونه جریبه څړځای تثبیت کړ
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په سرپل ولایت کې د میلیونونو جریبو ځمکو په بررسۍ سره، د څړځای (عامه مرعی) څهباندې ۳ میلیونه او ۹۴۴ زره او ۵۶۵ جریبه ځمکه تثبیت کړه.
دا عامه څړځایونه د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د توظیف شوي پلاوي لخوا تر بررسۍ لاندې نیول شوي او د یاد کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.
د یادو څړځایونو له مجموعې څخه ۸۹ سلنه یې چې کابو ۳.۵ میلیونه جریبه کېږي د څړځای په حالت کې پاتې او ۱۱ سلنه نورو یې طبیعي بڼه له لاسه ورکړې چې څهباندې ۴۵۰ زره جریبه کېږي او د خلکو له لوري په للمي او آبي (اوبهلرونکو) کرنیزو ځمکو، هستوګنیزو کورونو او عامه تأسیساتو تبدیل شوي او یا نور تصرفات پهکې ترسره شوي دي.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۳ مادې پر بنسټ، پر عامه څړځایونو تېری او په کرنیزو ځمکو د هغو بدلول، په هغو کې د سرپناه (کور) جوړول او په مرعی ځمکو کې هر ډول نور تصرفات منع دي. د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی مؤظف شوی چې د اصولو په پام کې نیولو سره، د هغو مرعی ځمکو په هکله چې له طبیعي حالت څخه وتلي، د حل لارې چارې ولټوي.
د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لهخوا توظیف شوی دی، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو د ځمکو د بررسۍ په حال کې دی او د بررسۍ او تثبیت بهیر پای ته رسېدو سره، یاد شوي څړځایونه د ځمکو په بانک کې ثبت کېږي.