د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې کابو ۷۶۱ زره جریبه ځمکه امارتي فیصله کړې او همداراز څهباندې ۴ میلیونه عامه څړځای یې تثبیت کړی دی
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ۱۴۴۷ هجري قمري کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې تر غصب او غیر شرعي تصرفاتو لاندې نږدې ۷۶۱ زره جریبه ځمکه د سندونو او مدارکو له مخې، امارتي فیصله کړې ده.
یادې ځمکې په کابل او د هېواد په ۳۳ نورو ولایتونو کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د رهبرۍ د فیصلو پر اساس امارتي تثبیت شوي او فیصلې یې د دغو ځمکو متصرفینو ته ابلاغ شوي دي.
له دې جملې څخه د نږدې ۲۹ زره جریبه ځمکو دوسیې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون په اساس د شرعي فیصلې په موخه، د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمو ته سپارل شوي دي چې د دغو محکمو تر کار لاندې دي.
دغه راز په همدې موده کې د مرعی (څړځایونو) د سروې او تشخیص هیئت چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم پر بنسټ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون لخوا توظیف شوی دی، د بادغیس ولایت په مرکز او ۱۰ ولسوالیو کې له ۴ میلیونو ۱۶۷ زره جریبو څخه زیاته عامه مرعی تشخیص او تثبیت کړې او د ځمکو په بانک کې یې ثبت او قید کړې ده.