د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، په کابل ښار کې د میرویس ښارګوټي څه باندې ۱۰۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۵۶
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او دغصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون  د امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شویو ځمکو قضایاوو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پریکړې په اساس د کابل په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څه باندې ۱۰۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.

یاد کمېسیون د میرویس ښارګوټي موضوع بررسي کړې وه او د شرعي او قانوني پریکړې په موخه یې د امارتي غصب شویو ځمکو قضایاوو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه. یادې محکمې د موضوع له بررسۍ څخه وروسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۲ نېټه د یوې پریکړې په ترڅ کې، د یاد ښارګوټي ۴۰۰ جریبه ځمکه د سندونو او شخصي قبالو په اساس شخصي او پاتې یې امارتي وبلله.

د دغې پریکړې په اساس، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په ساحه کې خطونه واچول او شخصي ځمکې یې له امارتي ځمکو څخه تفکیک او په ساحه کې یې موجوده امارتي ځمکه استرداد کړه.

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور را منځته شوی دی. یاد کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبانو او زورواکو او له غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

یاد کمېسیون خپل تر څنګ څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.