د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو ښارګوټو او د لسګونو زرو جریبو ځمکو موضوع تر بررسۍ لاندې ونیول.
په دې ناسته کې چې د جمادی الثاني د میاشتې په ۱۶مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي عنایت الله شجاع، د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال محترم مولوي عبدالباري، د سترې محکمې استازی محترم مولوي محمد حماد، د کرنې وزارت د اراضۍ عمومي رئیس محترم مولوي محمود مظلوم، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم مطابق د ځانګړې امنیتي قطعې د رامنځته کولو او د کمېسیون او اختصاصي محکمو د فیصلو د طبیق طرزالعمل د ۲۷ مادې په هکله بحث او خبرې وشوې. همداراز په یاده ناسته کې په کابل، لوګر، کندز، پکتیا او خوست ولایتونو کې د ځینو ښارګوټو او لسګونو زرو جریبو ځمکو موضوعات هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو او د کمېسیون رهبرې یې په هکله لازمې پرېکړې وکړې.
د کمېسیون رهبرۍ پرېکړه وکړه چې د کمېسیون د پرېکړو د تطبیق لپاره دې د ځانګړې امنیتي قطعې د جوړیدو بهیر له پړاوونو تېر شي او د یادې ناستې د نورو موضوعاتو په اړه دې اړوندې ادارې، لازم اجراآت ترسره کړي.
