د پکتیکا ولایت د عدليې رئیس د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل

د پکتیکا ولایت د عدليې رئیس مولوي حیات الله آمین د ذوالقعدې میاشت په ۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د امارت د قضایاو د آمریت د کارکوونکو او د دغه ریاست د نورو کارکوونکو په حضور سره د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دغې کتنه کې، د عدليې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او مدافع وکیلانو ته یې وویل چې د اسلامي نظام بنسټ پر عدالت ولاړ دی او مستحقینو ته حق ورکول د عدالت یو هر اړخیز تعریف کیدلای شي. نوموړي وویل چې په جزائي او عامه حقوقو قضیو کې، یو اړخ ته څارنوال او د امارت د قضایاو مسلکي غړي دي چې د بشپړ شرعي او قانوني پوهاوي درلودونکي دي خو د دعوا بل اړخ ته عادي وګړی دی چې قانوني پوهاوی نه لري؛ نو ځکه عدالت ایجابوي چې یاد شخص هم د مدافع وکیل د درلودلو حق ولري.
ورپسې د امارت د قضایاو د آمریت یو تن مسلکی غړي خبرې وکړې ویې ویل چې د دفاع وکالت یو سپیڅلی مسلک دی چې باید په رښتینولۍ او ایماندارۍ ترسره شي. نوموړي وویل چې مدافع وکیل باید د خپل موکلینو مقابل لوري سره حقوقي مرسته و نه کړي ترڅو د اسلامي امارت د کارکوونکو او د نورو مدافع وکیلانو د تورنیدلو سبب و نه ګرځي او هغه موضوعات چې په اړه یې علم نه لري، ترلاسه نه کړي ترڅو د هغه د موکل حقوق تر پښو لاندې نه شي.
په پای کې مدافع وکیلانو هغه ستونزې چې ورسره مخامخ دي، د عدليې له رئیس سره شریکې کړې او د عدليې رئیس له لوری هغوی ته ډاډ ورکړل شو چې ژر تر ژره به د هغوی ستونزو ته رسیدګي وشي.