د پکتیا ولایت مدافع وکیلانو او عریضه لیکونکو لپاره زده کړه‌ییزه برنامه جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۱۶
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د یاد ولایت مدافع وکیلانو او عریضه لیکونکو لپاره یوه‌ورځنۍ زده کړه‌ییزه برنامه جوړه کړه.

دا زده کړه‌ییزه برنامه د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست په تالار کې ترسره شوه او د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح، د مرافعې محکمې رئیس مفتي عبیدالله خالد، د پکتیا پوهنتون د حقوقو پوهنځي ښوونکي شریف الله امین او د عدلیې ریاست او مرافعې محکمې نورو مسؤولینو په‌کې ګډون درلود او وینا وکړه.

د پکتیا د عدلیې رئیس په دې برنامه کې، بېلابېلو برخو لپاره د زده‌ کړه‌ییزو برنامه اهمیت بیان کړ او د مدافع وکیلانو او عریضه لیکونکو د فعالیت جواز درلودلو او قانوني مسؤولیتونو په هکله یې معلومات وړاندې کړل.

د پکتیا مرافعې محکمې رئیس هم په خپله وینا کې مدافع وکیلان د عدالت د تأمین او د خلکو د حقوقو ساتنې لپاره د عدلیې نظام مهم رکن وباله او ویې ویل چې مدافع وکیلان باید د شریعت، صداقت او انصاف پر اساس له خپلو مؤکلینو څخه دفاع وکړي. همداراز نوموړي د عریضه لیکونکو پر دقت او په معیاري توګه د عریضو پر لیکنې ټینګار وکړ.

په دې برنامه کې ګډونوالو ته د دفاع وکالت او عریضه لیکنې په تړاو د اصولو، دندو، صلاحیتونو، کاري ساحو، اړوندو تقنیني سندونو او نورو موضوعاتو په اړه لازمې زده کړې ورکړل شوې.

په یاده برنامه کې ګډون‌کوونکو مدافع وکیلانو او عریضه لیکونکو هم خپلې پوښتنې او ستونزې بیان کړې او مسؤولینو یې په هکله لازم ځوابونه او د حل لارې چارې وړاندې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS