د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ ته د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سفر

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۲:۲۰
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت زرمت ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له هیبت خېلو، هسکوې، پاینده خېلو او دولت خان ساحو څخه لیدنه وکړه.

دغه هیئت د هیبت خېلو دښتې په ساحه کې د متصرفینو په خپل سر ډول تصرفاتو څخه مخنیوی وکړ او د متصرفینو تخنیکي وسایل یې ضبط کړل چې په پایله کې په دغې ساحه کې د امارتي شکمنې لسګونه جریبه ځمکې له غصب څخه مخنیوی وشو.

یاد شوي هیئت د هسکوې ساحې له کاریزونو او د اوبو له سرچینو څخه لیدنه وکړه او د ساحې مشخصات یې واخیستل او پاینده خېلو ساحه کې د سپینو ځمکو له تصرفاتو څخه مخنیوی وکړ او د ساحې په سکیچ او کروکي سره، تصرفات یې په کې منع کړل.

تخنیکي هیئت د دولت خان سیمې د رود په ساحه کې له نویو تصرفاتو څخه هم مخنیوی وکړ او له متصرفینو سره یې د املاکي څېړنو په تړاو وکتل. یاد شوي هیئت په پورته ټولو ساحو کې متصرفینو ته استعلامونه وویشل او له هغوی څخه یې د اعتبار وړ د ملکیت سندونه وغوښتل او هغوی هم د اړوندو ارګانونو تر وروستۍ پریکړې پورې نوي تصرفات منع کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS