د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الألی د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له نبوي سنتو سره سم د خپل سیرت او صورت برابرولو، وخت او حاضرۍ ته په پابندي کولو، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه په دې ناسته کې د عدلیې رياست آمرينو او کارکوونکو هم خپلې شته ستونزې او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه وړانديزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۵۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په دوهمه ناحیه او درېيمه ناحیه کې د معاملاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۴۲
Background image

د ننګرهار عدلیې رياست او استيناف محمکې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي او مل پلاوي د صفر ا‌لمظفر د مياشتې ۲۴ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د استيناف محکمې رئيس مولوي محبوب الرحمن نقشبندي او د ديوانونو له یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۳۷
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS