د پکتیا ولایت د عدليې رییس د دغه ولایت د ټولنو له مسوولینو سره وکتل

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۴:۰
.

د پکتیا ولایت د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي د ربیع الثاني میاشت په ۱۱ نېټه د یکشنبې په ورځ دغه ولایت کې د موجودو اتحادیو، بنسټونو او د ټولونو له مسوولینو سره وکتل او خبرې یې وکړې.

دغه کتنه د عدليې ریاست په مقر کې ترسره شوه او په هغې کې د عدليې رییس د هغو شمېر ټولنو، بنسټونو او اتحادیو د قانوني اجرااتو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل چې د عدليې ریاست له لوري د هغو له پاره جواز صادر شوی.

هغه وویل چې اتحادیې، بنسټونه او ټولنې اوس مهال یوازې کولای شي په حرفه اي، تخصصي او صنفي برخو کې فعالیت وکړي او د عدليې وزارت اتحادیو او بنسټونو ته یوازې په دغو دریو برخو کې جواز صادروي. هغه زیاته کړه چې په نورو برخو کې د جواز صادرول تر ثاني امر پورې ځنډول شوي دي.

.

په دغې ناسته کې د بنسټونو او اتحادیو په استازیتوب، د پوهنتون مېنې د جمعیت استازي، د احمد ابا ولسوالۍ د مڼو د بڼونو د اتحادیې رییس او د فري فایټ فدراسیون استازي خبرې وکړې او خپل ستونزې يې د عدليې له رییس سره شریکې کړې.

د عدليې رییس د اتحادیو او بنسټونو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس پورې به د هغوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې نوی رئیس معرفي شو

 د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې لپاره نوی رئیس د صرافانو او د عدلیې وزارت د مسؤولینو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د صرافانو لخوا تعیین او معرفي شو.
په دې غوڼده کې د عدلیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتيکا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS