د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د موټرو له پلورنځیو څخه لیدنه او نظارت وشو

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۰:۹

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر مولوي نقیب الله او د یاد ولایت د موټرو د اتحاديې رئیس حاجي باز محمد د شوال میاشت په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د موټرو له پلورنځیو او د عریضي د لیکوونکو څخه د لیدنې او نظارت په منظور سید کرم ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د یاد سفر په ترڅ کې، د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر د یادې ولسوالۍ د ولسوال له مرستیال مولوي ابوبکر سره وکتل او د یادې ولسوالۍ د ځینو موټر پلورنځیو  او عریضې لیکوونکو او د دوشنبې بازار د نیمګړتیاو او قانوني فعالیتونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د سید کرم ولسوالۍ مرستیال ژمنه وکړه چې د موټرو د پلورنځیو او د عریضې د لیکوونکو د فعالیتونو څخه د نظارت او کنټرول په برخه کې به د انسجام له مدیریت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

ورپسې د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د انسجام مدیر، د سید کرم ولسوالۍ ښاروال او د موټر پلورنځیو د اتحادیې رئیس د یادې ولسوالۍ د موټرو له پلورنځیو او د عریضې د لیکوونکو له فعالیتونو څخه لیدنه او نظارت وکړ چې پایله کې د موټر یوه پلورنځۍ د غیرقانوني فعالیت په دلیل وتړل شوه. دغه د موټرو پلورنځۍ د قانوني فعالیت د پړاونو بشپړولو پورې به تړلې وې او د فعالیت اجازه به و نه لري.  

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS