د پکتیا ولایت د زرمت په و لسوالۍ کې د دعوا تر لاندې ساحې څخه لیدنه او نظارت وشو

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۵:۳۰
.

د پکتیا ولایت د محترم مقام له لوري ټاکل شوي هیئت چې په ترکیب کې یې د عدليې ریاست او د اړوندو ادارو استازي په کې شامل دي د ربیع الثاني میاشت په ۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د دعوا تر لاندې ساحې څخه لیدنه او نظارت وکړ.

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ  کې د قلعه دولت خان او پاینده خیلو قومونو ترمنځ له مودو راهيسې د یو قطعې ځمکې پر ملکیت حقوقي دعوا جریان درلود.

یاده دوسیه د مدعی بها د امارتي اشتباه د حل په منظور، د دغه ولایت د مرافعې محکمې د ریاست له لوري د عدليې ریاست د امارت قضایاو امریت ته استول شوې وه. د امارت قضایاو امریت یاده دوسیه د ملکیت بررسۍ په منظور د ښار جووړولو او ځمکو ریاست ته استولې ده.

دغه هیئت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د وړاندیز پر اساس د ملکیت د بررسۍ په منظور د پکتیا ولایت د مقام له لوري تعیین شوی چې د دعوا لاندې ساحې څخه لیدنه او نظارت وکړي او ګزارش یې اړوند مسوولینو ته وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS