د پکتیا ولایت د اصلاح په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۴:۴۸

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت د جمادي الاول میاشت په ۲۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه ددغه ولایت د اصلاح په مرکز کې جوړه کړه.

دغې برنامه کې، د یاد ریاست د عامه پوهاوي مدیر ښاغلي عالمګیر منګل لخوا ددغه ولایت د اصلاح په مرکز کې د حجز لاندې ماشومانو ته د انسان د حقوقو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

په یاده برنامه کې د ژوند حق، د ښوونې او روزنې حق، د سالم چاپریال حق، د روغتیا حق، د اسلامي شریعت له نظره د آزادۍ حق او په درېګونو محکمو کې د دوسیو د نهايي کولو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS