د پکتیا ولایت د اصلاح په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۹:۵۳

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د رجب المرجب د میاشتې په ۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د اصلاح په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت مسؤولینو د دغه مرکز تر حجز لاندې ماشومانو ته د یو شمېر حقوقي موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د پکتیا ولایت د اصلاح د مرکز مسؤولینو یاده برنامه ګټوره وبلله او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د جوړیدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS