د پکتیا او لغمان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۰
.

د پکتیا او لغمان ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او د غړو په حضور سره جوړې شوې او یادو شویو ولایتونو کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

د پکتیا ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د هوايي ډګر او رباط ساحې څخه لیدنه وکړه. له دغه سفر څخه موخه دا وه چې ټاکل شوې له یادو ساحو څخه ۱۰۰ جریبه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ ریاست د غوښتنې پر اساس ددغه ریاست د سوداګریزو توکو پروسس او بسته بندۍ له پاره د تاسیساتو جوړولو له پاره لیږدول کیږي.

تخنیکي هیئت د هوايي ډګر او د رباط ساحې دغو تاسیساتو له پاره غوره کړي او ټاکل شوې چې اړونده سندونه یې د پړاونو تېریدلو له پاره مرکز ته واستول شي.

په همدې حال کې، د لغمان ولایت د تخنيکي هیئت ناسته کې ټینګار وشو هغو ادارو ته چې ځمکې یې غصب شوي لیک واستول شي ترڅو ضروري سندونه او د غاصبینو شهرت یې له تخنیکي هیئت سره شریک کړي.

یاد هیئت له مرکزي کمېسیون څخه د زنګوري سیمې د ۸۶ جریبه ځمکو په اړه غوښتل شوي معلومات یاد کمېسیون ته واستول.

دغه هیئت د غصب شويو لوړپوړیزو ودانیو له مالکانو سره وکتل او له هغوی څخه یې اړینې پوښتنې مطرح کړې او پریکړه وشوه چې د یادو ځمکو له متصرفینو سره هم کتنه وشي.

دغه راز یاد شوي هیئت د پروايي ساحې د ۱۲۲ جریبه امارتي ځمکو له ادعا کوونکو سره هم وکتل او له هغو څخه یې دغې برخه کې معلومات وغوښتل او پریکړه وشوه چې پر دغې ځمکې له ټولو مدعیانو سره به کتنه وشي او له هغوی څخه به قانوني سندونه وغوښتل شي.

یاد شوي هیئت له ناستې څخه وروسته د تبلیغي مرکز له پاره د ۱۰۲ جریبه ځمکې د تثبیت او تشخیص په منظور ۱ R ساحې ته ولاړ او له هغې څخه یې لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS