د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۴:۴۳
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د محرم‌الحرام د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۰
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معينيت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» د کورنيو چارو وزارت دامنيتي ارشد معينیت، د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ او د جنايي تحقیقاتو عمومي ریاست له مسؤولینو سره د جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۹:۵۵
Background image

په پنجشیر ولايت کې د ۴۲ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS