د پکتيا ولایت د عدلیې رياست او یو شمېر مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۸
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په دغه لایت کې له یو شمېر مدافع وکيلانو سره د یاد رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسئولینو هم ګډون درلود  او د پکتیا عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح په کې د مدافع وکیلانو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې مدافع وکیلان په ټولنه کې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په پیاوړتیا کې مهم او اغېزمن رول لري.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې مدافع وکیلان دې خپل ټول مسلکي فعالیتونه د مدافع وکیلانو د انسجام له کړنلارې سره سم ترسره کړي.

په یاده ناسته کې مدافع وکیلانو هم خپلې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د عدلیې ریاست مسؤلینو د یادو ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نوي رئیسان چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د محرم‌الحرام د مياشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رياست د درېیمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د. . .

BACK TO NEWS