د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۲:۴۸
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۴ نېټه د چهار شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو موضوعاتو په اړه په کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز یاد شوي هیئت د میرانشا کلا د کلي له اوسیدونکو سره وکتل، د هغوی ستونزې او خبرې یې واورېدلې او دغې برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د دغه هیئت په ناسته کې، د یو شمېر اشخاصو عریضې بررسي شوې او اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وشوې او پریکړه هم وشوه چې افرادو او یو شمېر ادارو ته استعلام وویشل شي. دغه راز دوه نورې دوسیې هم بررسي شوې او پریکړه وشوه چې یوه يې اړوندې مرجع ته واستول شي او بله یوه یې په دقیق ډول بررسۍ شي.

په یادې ناسته کې، عنابې ولسوالۍ ته د سفر په اړه هم لازم تصمیم ونیول شو او د میرانشا کلا د کلي د اوسیدونکو د سپینو سکیچ شویو ځمکو په اړه پریکړه وشوه چې یادو شویو اوسیدونکو ته استعلام وویشل شي ترڅو خپل سندونه حاضر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS