د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۳:۱۰
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، پریان ولسوالۍ کې د حج او اوقافو ریاست د لیک په اړه د یاد ریاست د غصب شویو ځمکو په تړاو بحث وشو او پریکړه وشوه چې تخنیکي ټیم ساحه له نږدې بررسي او تثبیت کړي. په همدې توګه د یو شخص پر وړاندې د وقفي ځمکې په تړاو د خلکو ادعا بررسي شو او پریکړه وشوه چې یاده ځمکه وقفي نه ده او د هغې دوسیه اړوند مراجعو ته واستول شي.

دغه راز په دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت کړنلارې څخه بیاکتنه وشوه او هم د ځینو اداري موضوعاتو او ساحو ته د تخنیکي هیئت د سفر په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS