د پنجشیر ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه
د پنجشیر ولایت د عدليې ریاست نوبتي ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۰ نېټه د شنبې په ورځ د عدليې رییس الحاج مولوي سیف الله منصور په مشرۍ او د دغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې له امرونو څخه د اطاعت، منظم کاري راپور وړاندې کولو، په رسمي چارو کې له هجري قمري او شمسي نېټې څخه د استفادې او په دغه ریاست کې د برېښنا د مصرف د سپما په اړه بحث او خبرې وشوې.
په دغې ناسته کې د عدليې رییس د الله تعالی له اوامرو، د رسول الله (صل الله علیه و سلم) له سنت څخه د اطاعت او د آمر له امر څخه د اطاعت په برخه کې ټینګار وکړ زیاته یې کړه چې اطاعت یوه الهي فریضه ده او هر مومن او متدین شخص مسوولیت لري چې د اسلام سپیڅلي دین په وړاندې خپل ایماني او اسلامي وجیبه ادا کړي.
هغه د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت له حکمونو سره سم عیار کړي که نه نو له هغو سره به له اصولو سره سم قانوني چلند وشي.
په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د عدليې ریاست ټول پرسونل اسلامي امارت ته ژمن او وفادار دي او هر هغه څه چې اسلامي امارت غواړي ځان به له هغو سره سم عیار کړي.
په یاده ناسته کې د کاري راپور د وړاندې کولو په اړه هم بحث وشو او ټینګار وشو چې هره اړونده څانګه مکلفیت لري چې د هرې اوونۍ په پای کې خپل اوونیز راپور وړاندې کړي. دغه راز پریکړه وشوه چې د عدليې ریاست په ورځنیو چارو کې له هجري قمري نېټې او ترڅنګ یې له هجري شمسي نېټې څخه کار واخیستل شي.
د برېښنا د مصرف د سپما په اړه هم وویل شول چې لګښتونه باید له اړتیاو سره سم وي او دغه موضوع یو دیني او شرعي وجیبه وبلل شوه.
