د پروان ولایت د لومړۍ امنیتې حوزې مسؤلینو او منسوبینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۱۲:۵۹
.

د پروان ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۴ نېټې د یکشنبې په ورځ د پروان ولایت د لومړۍ امنیتې حوزې مسؤلینو او منسوبینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه د یادې حوزې په مقر کې جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د پروان ولایت د لومړۍ امنیتې حوزې ۴۰ تنو مسؤلینو او منسوبینو برخه واخیسته او د اسلامي امارت د پالیسۍ، د عامه حقوقو پېژندلو، د پولیسو دندې او مسؤلیت او له خلکو سره د پولیسو د چلند په اړه پوهاوی ترلاسه کړ.

د پروان ولایت د لومړۍ امنیتې حوزې مسؤلینو او منسوبینو د یادې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د جوړولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS