د پروان ولایت د عدليې نوی رئیس وپيژندل شو.

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۱:۳۹
.

حشمت الله حشم چې په وروستیو کې د پروان ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی، د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې او د پروان والي له خوا د دغه ریاست کارکوونکو ته وپېژندل شو.

د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکټرې زکيې عادلي د پنجشنبې ورځې د غبرګولي په ۱۳ مه د ښاغلی حشم د پېژندنې پرمهال هغه ته د نوي منصب د مبارکۍ ترڅنګ، زیاته کړه چې دغه پرېکړه د وزارت د رهبرۍ  د لزوم دید پربنسټ نیول شوی دی. 

.

هغې همداراز د محکمو د پرېکړو د پلي کولو  لپاره د پروان د عدليې  له ریاست سره د ولایت د مقام د لازیاتو همکاریو غوښتونکې شوه او ويې ویل چې په جینوا کنفرانس کې د حکومت  ژمنې  ته په کتو سره، اړتیا ده د عدليې ریاست د اړوندو ادارو ترمنځ  زیاته همغږي صورت ومومي.

د پروان والي فضل الدین عیار د دې ولایت د عدليې له پخواني رئیس څخه د قدردانۍ ترڅنګ، ښاغلی حشم ته د نوي منصب مبارکي وویله. هغه همداراز د عدالت په تامین، د قانون په پلي کولو او د سیمه ییزو ادارو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ او د پروان له عدليې ریاست سره د ولایت د مقام له هر اړخيزې همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۷۴ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د نهر‌شاهي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۶مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۱. . .

BACK TO NEWS