د پروان د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د خپلو څلورو میاشتنیو لاسته راوړنو راپور د یاد ولایت له والي سره شریک کړ

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۵۶
.

د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د پروان له والي سره د یوې ناستې په ترڅ کې د دغه هیئت د څلورو میاشتنیو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور شریک کړ.

په دې ناسته کې چې د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د پروان ولایت د مقام په مقر کې ترسره شوه، تخنیکي هیئت د یاد ولایت په مرکز، چاریکار ښار کې د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې د پنځه‌ویشت (۲۵) جریبه ځمکې له استرداد څخه خبر ورکړ.

د یاد هیئت د راپور پر بنسټ، په همدې موده کې په چاریکار ښار او سیاګرد، بګرام او جبل السراج ولسوالیو کې څه باندې یو زرو اووه‌سوه او شپېته (۱۷۶۰) جریبه ځمکې هم بررسي او یا تثبیت او تشخیص شوي دي.

په دې ناسته کې تخنیکي هیئت د پروان له والي سره یو لړ کاري ستونزې هم شریکې کړې. د پروان والي د تخنیکي هیئت لاسته راوړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې د ولایت مقام له یاد هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ لپاره چمتو دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS