د هېواد د عدلیې وزیر ښاغلي ډاکتر عبدالبصیر انور د آسیا- افریقا د حقوقي مشورتي سازمان په اته پنځوسمه ناسته کې ګډون

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزیر جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور د آسیا- افریقا د حقوقي مشورتي سازمان به اته پنځوسمه ناسته کې مسما په (AALCO)، ګډون وکړ.
د عدليې وزیر په دې ناسته کې چې د تانزانیا په هېواد کې جوړ شوی وو، د نړېوال سوداګریز پیاوړتیا، د هېوادونو ترمنځ د عدلي او قضايې همکاریو، د قوانینو پیاوړتیا او د کنوانسیونونو د تطبیق د زمینې برابرول چې افغانستان له هغو سره ملحق شوی دی، په اړه خبرې وکړې.
د هېواد د عدليې وزیر، د نړېوالو سوداګریزو سازمان په اړوند د ۲۳ تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو او د خپرولو د نړېوالو کنوانسیونونو د موادو په تطبیق کې د افغانستان د ژمنو څخه یوه برخه وګنله، او هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې نور موثر ګامونه هم پورته شوي دي.

د عدليې وزیر په دې ناسته کې وویل: چې افغانستان په ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۷ نېټه، د نړېوالو سوداګریزو شخړو د حل او فصل په تړاو د سنګاپور کنوانسیون لاسلیک کړی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه کنوانسیون کولای شي چې د غړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې مهم رول جوړ او د هغه د موادو د عملي کولو د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا د پانګې اچونې زمینې ته پراختیا ورکړي.
د عدليې وزیر په دې ناسته کې، نړېوال تروریزم یې د ټولو هېوادونوګټو په مقابل کې لویه ننګونه عنوان کړ او زیاته يې کړه چې دغه پدیده، د بی شمېره فرامرزي جرایمو له جملې څخه د پیسو وینځلو، د مخدره موادو د قاچاقو، د انسان د قاچاقو او نورو سازمان شویو جرمونو ته هم زیاتوالی ورکوي. هغه همدارنګه زیاته کړه چې افغانستان د بل هر هېواد څخه زیات د تروریزم د پدیدې قرباني شوی دی.
د دې ترڅنګ، د عدليې وزیر، د اعتماد جوړونه یې د نړېوال اقتصادي په ځانګرې شګوفايې او ټینګښت ډېر مهم عنوان کړی او زیاته يې کړه چې افغانستان د نورو بنسټونو او د خلکو د اعتماد د جلبولو لپاره، ځینې مهم قوانین لکه: د اداري فساد پرضد د مبارزې قانون، اطلاعاتو ته لاسرسۍ قانون او د اداري فساد د جرمونو د اطلاع رسوونکو د ملاتړ قانون یې هم تصویب او خپور کړی دی.
د آسیاـ افریقا حقوقي مشورتي سازمان یو بین المللي دولتي سازمان دی چې د مشاورې د هیئت په عنوان چې د بین المللي قوانینو د موجودو ابهاماتو لپاره د دې سازمان د غړو هېوادونو لپاره عمل کوي.