د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د موټر له پلورنځیو څخه ددغه ولایت د عدلیې ریاست د هیئت لیدنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۱:۵۵
.

د هلمند ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي د لارښوونې پر اساس د جمادي الاول میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه ولایت د سنګین ولسوالۍ د موټر له پلورنځیو څخه نظارت او لیدنه وشوه.

دغه لیدنه د هلمند ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر مولوي عبدالاحد مظهري او د هغه مل پلاوي لخوا، ترسره شوه.

په دغې لیدنه کې، د یادې ولسوالۍ د موټر پلورنځیو د فعالیت جوازونه بررسي شول او د هغو موټر پلورنځیو مالکانو ته چې د جواز موده یې پوره شوې وه، لارښوونه وشوه چې د خپل جواز د تمدید له پاره اقدام وکړي. دغه راز هغو موټر پلورنځیو ته چې جواز یې نه درلود لارښوونه وشوه چې  ژر تر ژره جواز ترلاسه کړي او په قانوني ډول فعالیت وکړي.

د معاملو د لارښوونو او موټر پلورنځیو څخه د نظارت پروسه په دغه ولایت کې دوام لري او ددغه ولایت په نورو ولسوالیو کې به هم د موټر له پلورنځیو څخه نظارت ترسر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS