د هرات ولایت له عدلیې رییس سره د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې د استول شوي پلاوي ناسته

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۱:۲
.

د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې ریاست استول شوي پلاوي د جمادي الاول میاشت په ۱۶ نېټه د شنبې په ورځ د هرات ولایت د عدلیې له رییس الحاج مولوي یار محمد جانان خادمي او ددغه ریاست له آمرینو او کارکوونکو سره وکتل او خبرې یې وکړي.

یاد هیئت د هرات ولایت د عدلیې ریاست د ټولو سندونو، دوسیو او د تېر یو کال کړنو له بررسۍ څخه وروسته په یوه ناسته کې ددغه ریاست له رییس او کارکوونکو څخه د لازمو آسانتیاو برابرولو له امله مننه او قدرداني وکړه.

دغه راز یاد هیئت د ستونزو د حل او د چارو د ښه والي په منظور ددغه ریاست کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

دغه هیئت یو میاشت مخکې د هرات ولایت د عدلیې ریاست د بررسۍ په منظور دغه ولایت تللی او د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې یې ددغه ریاست د تېر یو کال ټول سندونه، دوسیې او ترسره شوې فعالیتونه بررسي کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS