د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستو غوښتنو په تړاو د عدلیې وزارت اعلامیه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۴:۱۵
.

بسم الله الرحمن الرحیم

انا لله و اناالیه راجعون

له بده مرغه چې په هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې له کبله زموږ زرګونه هیوادوال شهیدان او ټپيان شوي او له دغې پيښې څخه نور زیانونه هم اوښتي چې زموږ ملت لپاره د ستر غم او خواشینۍ ځای دی. د عدلیې وزارت مشرتابه د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د یادې پيښې شهیدانو لپاره د جنت، ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا او د شهیدانو وارثینو لپاره د جمیل صبر استدعا کوي.

د یادې پیښې زیانونو او د تلفاتو پراخوالي ته په کتلو سره، په هرات ولایت کې زموږ ګڼ شمېر هیوادوال عاجل بشري مرستو ته اړتیا لري؛ په دغه اساس د عدلیې وزارت د هیواد په کچه له ټولو خیریه بنسټونو څخه چې په دغه وزارت کې ثبت دي، غوښتنه کوي چې د یاد ولایت زلزله ځپلو سره د مرستو د راټولولو او ویشلو په برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.

پردې سربېره له ملي سوداګرو او نړیوالو مرسته رسونکو بنسټونو او له ټولو هیوادوالو څخه هیله کوو چې د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د روغتیايي، خوراکي او سرپناه د مرستو  ویشلو په برخه کې له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.