د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۲:۴۵
.

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۴ نېټه د چهار شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د میرمنې دښتې او د جغرات کاریز (میهن ښارګوټی) د املاکو راپورونه چې بشپړ شوي، د تایید وړ وګرځیدل او ټاکل شوې چې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په دغې ناسته کې، ګازرګاه شریف دښته کې د استخباراتو ریاست او یو شمېر افرادو ترمنځ موضوع بررسي شوه او د استخباراتو استازي لازم معلومات وړاندې کړل. دغه راز پشتون زرغون ولسوالۍ کې د حبلان کاریز موضوع وروستۍ شوه او پریکړه وشوه چې راپور یې اړونده مرجع ته واستول شي.

په دغې ناسته کې، د پهلوان پیري ساحې راپور بحث او بررسۍ لاندې ونیول شو او پریکړه وشوه چې نیمګړتیاوي یې بشپړې شي او د یو شمېر نورو ساحو په اړه هم پریکړه وشوه چې هیئت له نقشې او املاکي سندونه سره ساحې ته ولاړ شي او هغه ساحات هر اړخیز ډول بررسي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت سرپرست (مستوفي) او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د یو شخص املاکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد شوي هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۵:۲۰
Background image

د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د دغه ولایت د. . .

BACK TO NEWS