د هرات ولایت تخنیکي هیئت نږدې ۳۰۵۰۰ جریبه ځمکه بررسۍ کړه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۴۲
.

د هرات ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د شیخ احمد کهدستاني (حاجې عبدالستار پهلوان) د ښارګوټي سندونه چې په هغه کې دوه قطعې ځمکې شاملې ده، بررسي شوو.

لومړۍ قطعه یې ۲۰۵۰ جریبه او دوه یمه قطعه يې ۸۳۳ جریبه ځمکه رانغاړي. د سندونو له بررسۍ څخه وروسته مشخصه شوه چې یاد ملکیت پېرل شوی دی.

یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې املاکي اساس او اصلي قبالې چې پر بنسټ يې پلورل ترسره شوي او د ماليې ورکوونې ټکټونه دې بررسي او له ادارو څخه معلومات وغوښتل شي چې امارتي توب یا عدم امارتي توب يې مشخص شي.

په دغې ناسته کې، د میرمنه املاکو په تړاو د اسلامي امارت د مشرتابه مقام راپور تر بررسۍ لاندې ونیول شوو او پریکړه وشوه چې یاده ساحه کې جدې تدابیر ونیول شي. ددغه راپور پر اساس یاد ملکیت امارتي دی او مدعی خلک کولای شي اړوند مراجعو کې دعوا اقامه کړي.

دغه راز یاده ناسته کې، د ګذره ولسوالۍ د بیدک کاریزونو املاک چې ۱۲۲۴۸ جریبه ځمکه ده، د هیئت تر بررسۍ لاندې نیول شوي. هیئت یاد اشخاص سره له سندونو وغوښتل او دهغوی خبرې یې واوریدلې.

یاده ځمکه ددښتې ساحه ده او د یادو املاکو ترمنځ تپې او څړځایونه هم موجود دي. هیئت پریکړه وکړه چې د ماليي ورکوونې ټکټونه او د یادو کاریزونو املاکي اساس بررسي شي او له ادارو څخه هم معلومات وغوښتل شي.

په دغې ناسته کې، د جوي یحیی چې ۱۵۰۰۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده  د سروي او تصفیې په تړاو د کمېسیون د لیک موضوع هم بررسي شوه او پریکړه وشوه چې د پېرودونکو مدعیانو سندونه او د هغې د پلورونکو سندونه وغوښتل او بررسي شي. دغه راز پریکړه وشوه چې هيئت له نږدې ساحه بررسي کړي او له اړوندو ادارو څخه هم سندونه وغوښتل شي.

د پل مالان شاوخوا د باغستان ها ښارګوټي په شمول چې څه دپاسه ۳۵۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده، هم دغې ناسته کې تر بررسۍ لاندې ونیول شوه او پریکړه وشوه چې هیئت ساحه کې حاضر شي او متصرفینو ته يې ابلاغيې وویشي.

.

په همدې حال کې، د بدخشان ولایت تخنیکي هیئت د کوکچه حصار دښتې له اوسیدونکو سره د خبرو او د سپین زر دولتي شرکت د ۱۶۴۴ جریبه ځمکې د ملکیت د تثبیت په منظور ددغه ولایت بهارک ولسوالۍ ته سفر وکړ او له اوسیدونکو سره یې خبرې وکړې.

یاد شوي هيئت ددغې ساحې اوسیدونکو ته د شریعت له لحاظه د غصب د ممنوعیت په اړه معلومات وړاند ې کړل او هم یې اړونده مقرره تشریح کړه.

دغه راز هیئت، د یادې ځمکې جوړول، پلورل او پېرل منع کړل او له متصرفینو څخه يې سندونه وغوښتل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS